د افغانستان نومیالی او سید جمال الدین افغانی طرزی، غبار، جاوید، فرهنگ او حبیبی

د افغانستان نومیالی او سید جمال الدین افغانی طرزی، غبار، جاوید، فرهنگ او حبیبی

download (3)

لیکوال: فضل الرحمن فاضل
0555

پښتو ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
Dr.-Mohammad-Latif-Bahand1

۵-  پوهاند عبدالحی حبیبی

د افغانستان یو بل نومیالی چې د سید جمال الدین په اړه یې لیکنې کړې دی، علامه عبدالحی حبیبی دی. علامه حبیبی د: “ نسب و زاد گاه سید جمال الدین الافغانی“په نامه یو ارزښمند کتاب لری. دا کتاب، له نن نه دیرش کاله مخکې (۱۳۵۵ ل . ک ) په کابل کې خپور شوی دی. له بده مرغه د استاد دغې ګټورې څېړنې وروسته د هېوادوالو له خوا تعقیب شوې نه دی. دا کتاب د هغه ارزښت له امله چې لری یې او کېدای هم شی چې زیات شمېر زموږ هیوادوال یې د لومړی ځل لپاره د سید جمال الدین په اړه د افغانستان د څېړنو او پلټنو د یوه نومیالی مخکښ نه واوری او ولولی، نو له دې کبله د پوهاند حبیبی د لیکنې ځېنو ټکو ته اشاره کوم. علامه حبیبی لیکی:

“سید علی د سید صفدر پلار په همدان کې د استوګنی له امله په همدانی شهرت لری او د کنړ په “دونهی پشد“ کې ښخ دی، چې د شاه همدان د زیات په نامه مشهور دی. “ ۳۳مخ

پوهاند عبدالحی حبیبی په یاد شوی اثر کې د سید جمال الدین د پلار، سید صفدر او د هغه د تربرونو، د سید نظیف د زامنو تر منځ، د فیودالی سیالیو یادونه کوی: “د سید نظیف زامنو دغه تربرګلوی وګټله او سید صفدر یې د کنر د درې  له تل او زړه “ پشد “نه، د کوز کنر، د جنوبی برخو د وروستیو کلیو، چېرې چې شیرګر، یعنی “اسد آباد “نومېږی، ور وشاړه. هلته یې په خپل نامه “صفدری“ یوه کلا جوړه کړه او لا تر اوسه هم د جلال آباد په ۵۰ کیلو مترۍ کې شیرګر او صفدری په نامه یادېږی. او همدا د شیرګر کلی، په ۱۲۵۴ قمری -۱۸۳۸ میلادی کې د سید جمال الدین زوکړل ځای دی    . “ ۴۲ مخ.

پوهاند عبد الحی حبیبی دغه راز لیکی چې سید محمود پاچا د سید صفدر له تربرونو نه، چې د وزیراکبر خان زوم و، د کنړ واکمن حکمران شو. د هغه سیال سید صفدر له خپل زوی او کورنۍ سره، پر ۱۸۴۴ کال کابل ته راغلل. سید جمال الدین  هغه وخت له ۶ او ۷ کالو زیات عمر نه درلود. ۴۳ مخ.

پوهاند حبیبی په خپل څېړنیز کتاب کې، هغه ټکی ته اشاره کوی چې کېدای شی لومړنۍ په ډاګه څرګندونې واوسی چې د پوهاند حبیبی په کچه یو لوړ افغان څېړونکی، هغه بیانوی. استاد حبیبی وایی:

“سید صفدر… د درباری دسایسو نه د ژغورنی لپاره، له خپلو اولادونو او کورنۍ سره، د کندهار او هرات له له لارې، د اتم امام آرامتون یعنی مشهد مقدس زیارت ته لاړ او له هغه ځایه یې، د همدان په اسد آباد کې، د قاضی میرشرف الدین حسینی.له کورنۍ سره خویښی، خپلوی وکړه او همالته استوګن شول. ځکه پلار یې سیدعلی له همدانیانو سره د پېژندګلوی سابقه لرله. “ ۴۳ مخ.

استاد حبیبی زیاتوی:

“هغه څه چې د سید د ورور مسیح الله د قبر پر لوحه، پر (۱۲۹۶ قمری کې مړ) طیبه بیګم، مریم او د سید د میرې د نورو خپلوانو له ډلې نه، د همدان په اسد آباد کې پاتې دی، د هغه د همدې خویندو او وروڼو له پاتې شونو نه به وی او د تاریخ په اوږدو کې، موږ د سلګونو افغانی او ایرانی کورنیو، د دغه شان مهاجرتونو او وصلتونو بېلګې ښودلی شو. “۴۳ مخ

پوهاند حبیبی همداسې لیکی:

“سیدعلی، د سید جمال الدین نیکه، د حرمین شریفین زیارت ته، د همدان له لارې روان و. څه موده هلته پاتې شو او د سادات همدانی له کورنۍ سره یې آشنایی (یا کېدای شی کوم وصلت) هم شوی وی.”۴۷ مخ.

سید علی چې کله کنړ ته راستنېږی، په همدانی یا شاه همدانی مشهورېږی. استاد حبیبی د “ شیرګر“ په اړه وایی:

“شیرګر په درې برخو: شیرګر، د عبدالجلال شیرګر او د ګل محمد په شیرګر ویشل شوی دی او اوس د کامې په ولسوالۍ پورې اړه لری. “۴۸ مخ.

استاد حبیبی دغه راز ویلی دی چې شیرګر (اسد آباد) د سید جمال الدین د زوکړې ځای، هغه وخت د کنړ یوه برخه ګڼل کېده.

استاد حبیبی، د “آثارسید جمال الدین “د اردو ژبی کتاب د مؤلف، عبدالغفار هندوستانی په حواله لیکی: له محمد نادرخانه چې پر ۱۹۲۷ میلادی کال، په پاریس کې استوګن و، د سید په اړه پوښتل شوی دی. نادر خان په ځواب کې ویلی دی:”د افغانستان د کنړ په اوسنۍ سیمه کې، چې د ساداتو لپاره ځانګړې شوې ده – «شیرګده»- یو ځای دی، چې مانا یې اسد آباد دی. “۵۴ مخ

د یادونې وړ دی چې د پښتو د «شیرګر” د کلمې املا په اردو کې د شیرګده په بڼه لیکل کېږی.

استاد حبیبی وایی:

شیرګر د سید جمال الدین د زوکړې ځای دی، خو سید چې خپلو عربی، ترکی، لودیزوالو او ایرانی شاګردانو ته ویل چې زما د زوکړې ځای د کنړ، اسدآباد دی، مقصد یې همدا شیرګر و، چې فارسی ژبو، دغه ځای ته اسد آباد ویلی دی. او اوس یې یوازې پښتو نوم پاتې دی. ځکه د کنړ او کامې په ټوله سیمه کې خلک په پښتو خبرې کوی او اسدآباد د شیرګر د کلمې پښتو ژباړه ده.

پوهاند حبیبی زیاتوی:

“د ایران معاصر پېژندل شوی څېړونکی، علامه محمد قزوینی، هم وایی چې ددغو فی الواقع فرضیاتو ادعاوې د منلو وړ نه دی، چې د اسدآباد یوه اوسیدونکی چې ځان د هغه خوریی معرفی کړی دی او څو کاله مخکې یې په دې اړه یوه رساله هم خپره کړې او په خپل اند یې د هغه د کورنۍ غړی چې لا تراوسه هم په اسدآباد کې دی، یو یو ښودلی دی» (۳۸)

استاد عبد الحی حبیبی، د علامه قزوینی په دې خبره داسې تبصره کوی: “ ددغه شان نظره سره سره، محققان باید له بې دلیله ادعاوو لاس پر سر شی».

د استاد حبیبی د اثر له مطالعې نه داسې څرګندېږی چې، د نسب هغه سلسله چې د سیدجمال الدین د خوریې په نامه، لطف الله خان خپره کړې ده، استاد حبیبی چور نه منی. که لږ په زغرده خبرې وکړو، کېدای شی استاد علامه حبیبی، لومړنی افغان څېړونکی دی چې خبرې یې د سید جمال الدین په اړه د ایرانیانو له ادعاوو سره هم نېږدې او هم د څیړنې او پلټنې پر پایلو ولاړې دې.

استاد عبدالحی حبیبی وایی:

 «په دې حالت کې، په مندرجه نسب‏لیک‏ کې د لطف الله ادعا، د همدان په اسدآباد کې، له سید صفدر او د سید د ناسکه خویندو نه پرته، بل څه نه شو کولای ومنو، ځکه موږ د سید جمال الدین، په اسنادو، مدارکو او د سید د همدان په اس آباد کې د سید د وروستنیو بې‏شمېره خپل خپلوانو لیکونه او یادښتونه وینو، چې هلته، د سید د پلار او خویندو له شتوالی نه انکار کېدای نه شی“ ۶۰ مخ.

استاد حبیبی، دې اسنادو ته په اشاره وایی: “…او له هغه ټولو نه، له دغې کورنۍ سره د سید د خپلوۍ، د هغه د خویندو او میرې، د پلار او ورونو شته والی څرګندېږی، مګر دا چې که څوک دېر بدبینه واوسی او د منطق برخلاف، دا لیکونه جعلی او یا هم د نیمګړتیا او جراحت سبب وګڼی. “۶۲ مخ

ښاغلی اصغر مهدوی او ایرج افشار، د “مجموعه ء اسناد و مدارک چاپ نشده در باره سید جمال الدین مشهور به افغانی“ د غوره کتاب په سریزه کې لیکی چې: “څېړونکی لا په دې بریالی شوی نه دی چې ووایی، هغه اصلاً ایرانی و او که افغانی. په ایران کې پیدا شوی دی او یا په افغانستان کې. له بده مرغه هغه مدارک چې په دې ټولګه کې هم راټول شوی دی، لا تراوسه دا مطلب په زغرده څرګندولی نه شی: که څه هم د همدان له اسدآباد سره د ده د کورنۍ پیوند کې هېڅ شک نه پاتېږی، بیا دا پوښتنه پیدا کېږی چې ولې سید، ځان د (۲۹ شمېره سند له مخې) افغان او کابلی او د کنړ د ساداتو معرفی کوی. که داسې وګڼو چې سید، د ځېنو دلایلو له مخې چې موږ ته څرګند نه دی او کېدای شی یو وخت څرګند شی، له افغانستان را مهاجرشوی او په اسدآباد کې میشت شوی دی. “(۳۹)

استاد حبیبی هم، د هغه نقل قول دوه وروستۍ کرښې په خپل کتاب کې درج کړی دی او بیا سمدلاسه په زغرده داسې لیکی:

“زما په اند چې سید صفدر د هغو دلایلو پر اساس چې مخکنیو پاڼو کې یې یادونه وشوه، له شیرګر یا د کنړ له اسدآباده، د خپل زوی، سید جمال الدین د زوکړې له ځایه، خپل کورنۍ او کهول سره هجرت کړی دی او د هغې سابقې له مخې یې چې دده پلار سید علی شاه همدان، په دغه ښاره کې لرله، له اسدآبادی ساداتو سره خویښی کړې او هلته استوګن شوی دی “(۴۰)

لکه هغه شان چې ګران لوستونکی ګوری، د علامه حبیبی دا تحقیقی اثر، د سیدجمال الدین په اړه غوره افغانی تحقیق دی، چې نوې خبرې لری. “ غوره افغانی تحقیق “ځکه وایو چې، هر هغه څه چې په افغانستان کې د سید جمال الدین په اړه خپاره شوی دی، زیاتره یې د بهرنیو د کار او څېړنو، په تیره بیا مصری، هندی ترکی او ایرانی څېړونکو د کار نتیجه ده. دا په داسې حال کې چې استاد عبدالحی حبیبی د سید د نیکونو او تربرونو د نومونو د پیدا کولو لپاره د کنړ د محاکمو یو سلو څو کلنو کتابونو ته چې د کنر د ساداتو ملکیتونه په کې ضبط او ثبت دی، پلټلې او کتلی او د سید د نیکونو قبرونه یې په کنړ کې معلوم کړی دی. او هغه خبرې یې چې د سید په اړه کړې ده، پخوا ویل شوې نه وې. که د استاد حبیبی څېړنو دوام پیدا کړی وای، زما په اند چې د افغانانو او ایرانیانو د ادعاوو تر منځ به ګډ ټکی پیدا شوی وای.

د استاد عبدالحی حبیبی له خبرو، زه دا پایله تر لاسه کوم چې:

۱- د کنړ “اسعد آباد“ چې زیاتره رسمی او غیر رسمی مورخین هغه د سید جمال الدین، د زوکړې ځای ګڼی، سمه نه ده. دا ځکه چې د سید لومړنی ژوند لیک چې په مصر کې د شیخ محمد عبده، په قلم لیکل شوی دی او هلته “اسعد آباد“ د سید د زوکړځای په نامه ثبت شوی دی، په افغانستان کې یې هم یوه سیمه د “اسعد آباد “په نامه نومولې ده. په داسې حال کې چې موږ شیرګر لرو او مانا یې اسدآباد دی. او “جعل“ ته اړتیا نه لیدل کېږی. او محمد نادرشاه هم چې پر ۱۹۲۷ میلادی کال، په پاریس د افغانستان وزیر مختار و، دا خبره منی. نو ځکه کله چې سیدجمال الدین اسدآبادی وایو، موخه مو همدا شیرګر دی، نه د همدان اسدآباد.

د “سرنوشت “ ښکلی او مبارز ویب پاڼی هم د ۱۳۸۵ لمریز کال په ژمی کې د “پرسشی چند در مورد سید جمال الدین افغانی“ تر سرلیک لاندې، د ښاغلی اسدالله غالب په قلم، مقالې خپرې کړې، چې په هغو مقالو کې یوه مطرح شوې پوښتنه دا وه چې: “آیا دا رښتیا ده چې لا شپیته کاله پخوا، په کنړ کې د – اسعد آباد – په نامه کوم ځای نه و؟؟ او ویل کېږی چې د افغانستان حکومت په ۱۳۴۰ کال کې د شیرګر سیمه د  “اسعد آباد” په نامه ونوموله؟؟» (۴۱) او استاد حبیبی په غیر مستیقمه بڼه، دیرش (۳۰) کاله پخوا دغې پوښتنې ته ځواب ویلی دی. (۴۲)

۲- د سیدجمال الدین نیکه چې همدان ته تللی دی او د استاد حبیبی په وینا، دا احتمال هم لری چې هلته یې “ واده“ هم کړی وی، په کنړ کې په شاه همدان معروف او همالته ښخ دی.

۳- سید صفدر، د سید جمال الدین پلار، له خپلې کورنۍ سره، د همدان اسد آباد ته تللی او هلته یې، بیا واده کړی دی.

۴- د سید خوریی، آیا د سید صفدر له افغانی ښځې نه دی؟؟ او یا د ایرانی ښځې، چې د علامه حبیبی د لیکنې له مخې، په ډاګه نه څرګندېږی، خو که د میرزا لطف الله خان د خوریتوب ادعا سمه وی، باید مور یې د سید صفدر د افغانی (۴۳) ښځې لور وی.

۵- د استاد حبیبی لیکنه شعار وزمه نه ده. هغه پر اسنادو او دلایلو ولاړه ده او د علامه قزوینی خبرې چې د یوه ایرانی له خولی نه، زیاتره افغانان، د هغه د افغان والی لامل ګڼی ، استاد حبیبی په یوه تبصره کې، په بشپړه توګه نه منی. په هر حال، له دې ټولو خبرو سره سره، په هغه خبره کې چې زه له استاد حبیبی سره، ځان موافق نه ګڼم، هغه په قزوین، تهران، نجف او نورو شیعی مراکزو کې د سید جمال الدین زده کړې دی. ځکه زما په اند، د سید فکری ثقافت، د اهل سنت او جماعت په باورونو ولاړ دی، چې په لنډ ډول مې د “مذهب عقدی سید جمال الدین افغانی“ تر سرلیک لاندی په بله مقاله کې څېړلی او خبره زیاتو څېړنو ته اړتیا لری.

دغه راز، دا هم معلومه نه ده چې وړوکی سید جمال الدین، له خپل پلار سره د همدان په سفر کې ملګری و او کنه؟؟ کېدای شی سید جمال الدین په کابل کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی وی او پلار یې، سید صفدر له خپلې کورنۍ سره د ایران همدان ته تللی وی. ځکه، که سید جمال الدین د ایرانیانو د ادعا له مخې د شیخ مرتضی انصاری شاګرد وای، په هغه سرشار ذکاوت او علمی تبحر چې هغه درلود، باید د تشیع د نړۍ د مرجعیت ستر دریځ ته رسیدلی وای.

له دې کبله د پوهاند عبدالحی حبیبی د خبرو پایله دا کېږی چې د میرزا لطف الله خان د شجره جوړونې او د سیدجمال الدین د نیکونو د قبرونو د تېږو او الواحو جوړول دقیقه خبره نه ده، یعنی له سید صفدره آپلوه اعتبار نه لری. ځکه د سیدجمال الدین د نیکونو قبرونه د افغانستان په کنر کې دی. سید صفدر د همدان (اسد اباد) ته تللی او د خپلې افغانی مېرمنې، د سید جمال الدین د مور تر مرګه وروسته یې ایرانې ښځه کړې ده او همالته مړ شوی دی. که کوم څېړونکی د استاد حبیبی علمی صلاحیت او څېړنیزه پیاوړتیا لرلای او د استاد حبیبی د ۳۰ کاله پخوا کار ته یې دوام ورکړی وای، بېشکه چې د سید جمال الدین په اړه به نور ټکی هم راڅرګند شوی وای ، خو له بده مرغه د دېرشو وروستیو کلنو نا آرامیو، چې هغه د ټولو نیمګړتیاوو دلیل ګڼل کېږی، په دریوو وروستیو لسیزو کې سید جمال الدین ته د لږ پام هم د همدې نا آرامی نتیجه او په افغانستان کې د څېړنیزو او علمی پلټنو لپاره د شرایطو نابرابری وګڼل شی.

ګرانو لوستونکو، ددې مقالې نه زما موخه، یوازې دې ته یادونه ده چې په افغانستان کې د سید جمال الدین په اړه څېړنیز کارونه – د هغه د زوکړې د ځای په توګه – کار ډېر کم شوی دی. او ان مبالغې هم په کې شوې دی. د ساری په توګه، استاد میر سعید بریمن، چې د سید “نیچریه“ یې له فارسی ژبې پښتو ژبې ته اړولې ده، د نیچریه په سریزه کې د کوم سند له وړاندې کولو پرته لیکلی دی چې سیدجمال الدین د امیر محمد افضل خان لومړی وزیر و. (۴۴)

خدای دې وکړی چې په کابل او کنړ کې د سید جمال الدین افغانی د یوسلو لسم تلین په مناسبت، نوی څېړنیز علمی کارونه تر سره شوی یې، چې د سید د افکارو او اندېښنو لېوال له دغو څېړنو نه برخمن شی. (۴۵)

  

*    *   *

لمن لیکونه :

۳۸-  نسب و زادگاه سید جمال الدین الافغانی، ۵۶ مخ.

۳۹ – مجموعه اسناد و مدارک چاپ نشده در بارۀ سید جمال الدین مشهور به افغانی، صفحه مقدمه.

۴۰ – نسب و زادگاه سید جمال الدین الافغانی، ۶۵ مخ.

۴۱- د اسدالله غالب خبره باید داسې اصلاح کړو چې: «شیرګر”په اسعدآباد بدل شوی نه دی.: بلکې د “چغه سرای“ او یا “چغان تپه“ پر سیمه یې د “اسعدآباد“ نوم اېښی دی، خو د سیمې خلک لا تراوسه هم هغه د چغه سرای په نامه یادوی.

۴۲-  محترم دانشمند، سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار، په دې باور دی چې “سدرګت“د زوکړی او “شیرګر“د سیدجمال الدین د زده کړو ځای دی. «د سید جمال الدین افغان د ژوندانه  هدف“، ۱۹ مخ.

۴۳- سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار، په خپل کتاب – د سید جمال الدین افغان د ژوندانه هدف – د سید صفدر ښځه د مریم بنت ملک دولت یوسفزی په نامه یادوی. (۳۸ مخ ) غلام جیلانی اعظمی په خپل کتاب “نابغه عصر  نوزدهم “کې، چې په افغانستان کې د سید جمال الدین افغانی په هکله لومړنی چاپ شوې رساله ده اوپر ۱۳۱۰ لمریز کال په کابل خپره شوې ده، د سید مور د کنړ د صافی د قام ګڼی.

۴۴- په پښتو ژبه د ښاغلی میرسعید بریمن، له خوا د نیچریه، د ژباړې په ۶ مخ کې راغلی دی: “کله چې امیر دوست محمد خان پاچا شو، نو سید جمال الدین په دغه وخت کې بیخی زلمی و، د خپل لمړی وزیر په توګه ټاکه“… کېدای شی ښاغلی بریمن دا خبره چېرې لوستلې وی و خو مأخذ ته یې اشاره کړې نه ده.

۴۵- پورتنې مقاله، په انترنیتی سایتونو کې تر خپرېدو وروسته، بیا بیا کتل شوې، نوی پیدا شوی معلومات ورزیات شوی او وړ سمونی هم په کې راغلی دی.

 

اشتراک گذاری

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *